په غور کي د بزګرو ښځو د اقتصادي پياوړتيا په هدف، د سبزيو د پروسس دوه مرکزونه ګټي اخېستني ته وسپارل شول.
د غور د کرني او مالدارۍ رئيس وايي، چي دغه مرکزونه د څه باندي ۴ لکه افغانيو په ارزښت د کرني وزارت لخوا جوړ شوي دي. هغه وايي، چي په غور کي څه باندي ۱۲۲۵ ښځي کورنۍ باغچې لري.
دده په خبره، له دغو باغچو څخه ترلاسه شوي محصولات په دغو دوو مرکزونو کي پروسس او بيا بازار کي په ښه بيه پلورل کيږي.