راپور: جواد داوري
د هلمند سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، چي په ګرشک ولسوالۍ کي د پيل شوو عملياتو په ترڅ کي تر اوسه ٩٣ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
خو طالبان بيا د امنيتي چارواکو ياده ادعا ردوي. د ګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چي دوې اوونۍ وړاندي په دې ولسوالۍ کي چاڼيز عمليات پيل شوي دي. ده وويل چي امريکايان د هوايي ځواک په برخه کي له دوى سره مرسته کوي، نو ځکه طالبان مقاومت نه شي کولاى.
هغه وايي، چي په دغو عملياتو کي تر اوسه ٩٣ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخي، په يادو عملياتو کي څلور رينجر موټر، دوې پيکاوې، اته کلاشينکوفونه، درې راکټونه، يوه دهشکه او يو شمېر موټر او موټرسايکل امنيتي ځواکونو ترلاسه کړي دي.
دي وايي، په دغو عملياتو کي تراوسه پنځه افغان امنيتي سرتېري وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي. خو دى وايي، چي د ځينو لويو لارو ترڅنګ طالبانو په ډېرو لارو کي ماينونه ښخ کړي دي، چي تګ راتګ پرې ستونزمن دى.
وسله وال طالبان هم دغه جګړې تاييدوي. د دې ډلي وياند قاري يوسف احمدي وايي، چي په ګرشک ولسوالۍ کي دوى تراوسه کومه سيمه له لاسه نه ده ورکړې.