کندهار اوسمهال شل ساعته برېښنا لري

رپوټ: محمد یار مجروح

کندهار!  هغه ولایت چي له تیرو ۱۷ کلونو راهیسي يې اوسېدونکي د فعالي برېښنا په تمه دي، خو اوس شا وخوا شل ساعته برېښنا لري.

دغه ښار  ۱۶۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري، خو د کجکي بند څخه  یوازي شل میګاواټه برېښنا ورکول کیږي.

د برېښنا مسئولین وايي، د یوه نوی سیسټم په مټ توانېدلي تر څو کندهار ښار ته شل ساعته برېښنا ورسوي.

د برېښنا رئيس امان الله فاروقی وايي، پر دغه سیسټم له تېر یو کال څخه کار روان وو، چي د سولري برېښنا د امتحاني پيل سره دا مهال د کندهار ښار ټولو برخو ته په منظم ډول برېښنا رسیږي.

د کندهار ښار د منظمي برېښنا له پاره د کجکي بند تر څنګ پر ۴۰ میګاواټه سولري برېښنا کار روان دئ، چي د ۱۵ میګاواټه چاري يې پای ته رسېدلي دي.

 د برېښنا رئيس همدارنګه زیاتوي چي کندهار له څلورو منابعو څخه شاوخوا ۵۰ میګاواټه برېښنا لري، چي تر ډېره یې دخلګو لومړني ضرورتونه پوره کړي دي.

د کجکي بند چي د کندهار او هلمند ولایتونو له پاره د برېښنا اساس جوړوي، خو  د کندهار ښار د برېښنا زیاته تکیه پر ډېزلي جنراتورونو ده.

ددې تر څنګ د کندهار له پاره د ۴۰ میګاواټه سولري برېښنا له جملې څخه دا مهال د ۱۵میګاواټه څخه هم په امتحاني ډول ګټه اخیستل کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...