زمان: د غزني قره باغ ولسوالي مو له وسله والو طالبانو څخه تصفيه کړې ده

د غزني ولايت امنيتي چارواکي وايي، ددغه ولايت قره باغ ولسوالي يې له وسله والو طالبانو څخه تصفيه کړې ده.

د غزني امنيه قوماندان محمد زمان رسنيو ته وويل، چي د يادي ولسوالۍ د تصفيې پرمهال يې ګڼ شمېر وسله الو ته مرګ ژوبله اړولې ده، خو کره شمېره يې ياده نه کړه. ښاغلي محمد زمان وويل، ((له تېرو  ۸ ورځو راهيسي د غزني ولايت په قره باغ ولسوالۍ کي د وسله والو طالبانو د ځپلو په موخه افغان ګډو ځواکونو لخوا هوايي او ځمکني عمليات پيل شوي دي، اوس ياده ولسوالي له وسله والو طالبانو څخه تصفيه شوې ده او وسله وال طالبان ورڅخه شړل سوي او يا هم وژل سوي دي.)) وسله والو طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...