په پروان کي پر بېوزلو کورنیو دوه زره د هګیو چرګاني ووېشل سوې.
د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، چي دا کورنۍ سروې سوي وې او هري کورنۍ ته ۲۰ چرګاني او ۴۰ کیلو ګرامه د چرګانو دانه وېشل سوې ده.
د نوموړي په خبره، پر دې باندي د کرهڼي وزارت له پراختیایي بودجې یو ميلیون افغانۍ مصرف سوي دي.
ښاغلی رستمي وایي، پر بېوزلو کورنیو د جرګانو وېش کولای سي، چي د دوی د اقتصاد له پیاوړتیا سره مرسته وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون