ملي دفاع وزارت وايي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي د هېواد په بېلابېلو سيمو کي ۴۳ وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۶ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ويل شوي دي، چي دغه ګډ عمليات د ځمکنيو او هوايي ځواکونو لخوا په ننګرهار، کاپيسا، پروان، پکتيا، پکتيکا، غزني ،کندهار، اروزګان، غور، بادغيس، بلخ، جوزجان، فارياب، کندوز، بدخشان او هلمند ولايتونو کي ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا چي د کندوز په دشت ارچي او امام صاحب ولسواليو کي ۲۲ وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۳ ټپيان او د وسله والو يو شمېر پټنځايونه هم له منځه وړل شوي دي. دغه راز د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کي ۱۰ طالب وسله وال وژل شوي، د غزني د ګيرو او مرکز اړوند اسفند سيمه کي ۷ وسله وال وژل شوي او د پکتيا د احمد اباد او مرکز اړوند سيمه کي ۴ مخالفين وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.
ملي دفاع وزارت ويلي دي، چي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي ۲۰ چاڼيز او ۱۹خاص کومانډويي عمليات د هېواد په ۱۶ ولايتونو کي ترسره شوي دي. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.