خلیلزاد: د حکومت په ګډون ټول اړخونه دي دوحه کي خبرو ته سره کښېني

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، هیله ده ژر د جګړې اور سوړ او اوربند اعلان سي.
هغه دغه راز ویلي، دی غواړي چي د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان په دوحه کي سره کښېني او د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په ګډه یوه پرېکړه وکړي.
بي بي سي د نوموړي له قوله ویلي، د سولي د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کي هغه مسایل مطرح سوي چي طالبانو او د امریکا حکومت پوري اړه لري، خو له دې ورهاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کي باید افغان حکومت موجود وي.
هغه ویلي اوس ددې وخت دی چي پر یوه پلان کار وسي او له مخي یې ښکیلي غاړې یو جوړجاړي ته سره ورسېږي او اوربند وسي.
خلیلزاد زیاته کړې امریکا له سولي وروسته هم افغانانو سره ښې اړیکي غواړي او خپلو مرستو ته به دوام ورکړي.
هغه ویلي دده هڅه دا ده چي تر ټاکنو مخکي سوله وسي او دا هیواد یوې تلپاته سولي ته ورسیږي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...