په هیواد کي ۷،۶ میلیون کسان غذایي مصٔونیت نه لري

ملگرو ملتونو د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، د اقلیم بدلون، شخړي او اقتصادي بې ثباتي ددې سبب سوې چي تېر کال د نړۍ په گوټ گوټ کي ١١٣ میلیون کسان له سختي غذایي بې ثباتۍ سره مخامخ سي.
په دغه راپور کي چي هر کال د ملگرو ملتونو د غذایي موادو او کرني ادارې له خوا خپریږيراغلي، ۷،۶ میلیونه کسان په افغانستان کي د جگړو او ناامنیو په وجه غذایي مصٔونیت نه لري.
دغه اداره وایي ٥٣ هیوادونه د غذایي موادو له کمبود سره مخامخ دي چي یمن بېړنیو مرستو ته د اړو هېوادونو د لیست په سر کي دی او ورپسي کانگو او بیا افغانستان دي. د سرچینې په خبره د افغانستان ٣٩ سلنه وګړي په فقر کي ژوند کوي او ددې هېواد شاوخوا ١٠ میلیونه خلک اساسي روغتیایي خدماتو ته یا لاسرسی نه لري او یا یې هم لاسرسی محدود دی.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...