افغان ولسمشر اشرف غني، دا څرګندوني تېره سه شنبه د پرانېستي حکومتوالۍ د مشارکت غونډه کي په کابل کي وکړې او زياته يې کړه، پرانېستې حکومتوالي په عامه ژبه داده، چي خلک پوه سي، چي پيسې يې چيري مصرفېږي او يا څوک او ولي مقررېږي، هر وزارت مجبور دی، چي د خپلي مقررۍ ټول سيسټم د خلکو په واک کي ورکړي.
ښاغلي غني په دې غونډه کي دا ټنيګار هم وکړ، چي وزارتونه بايد د ټولو ناسمو کارونو تشخيص مخکي له مخکي وکړي او د هواري لپاره يې لاس په کار سي. د پرانېستي حکومتوالي په غونډه کي د ملګرو ملتونو خاص استازي تاداميچي ياماموتو هم ګډون کړی وو او ټينګار يې وکړ، چي بايد ټول تمرکز په دې وي، چي له دې پروګرامه خلک ګټه پورته کړي.