د روزګان ولایت اوسیدونکي: حکومت دي د زنځیري وژنو طرحه کوونکي ونیسي

راپور: اجمل وصال

د روزګان اوسیدونکي وایي، حکومت دي د وروستیو وژنو طرحه کوونکي او قاتلین ونیسي او د قانون منګلو ته دې وسپارل سي.

داروزګان ولایتي مسوولینو او عامو اوسیدونکو دغه څرګندوني په مرکز ترینکوټ جامع جومات کي د ولسي جرګي د پخواني غړي عبیدالله باکرزي د فاتحي د مراسیمو پرمهال وکړې.

په ولسي جرګي د روزګان د خلکو استازی عبیدالله بارکزی چې دوه ورځي په کندهار کې د یوه وسله وال برید پرمهال خپل ژوند دلاسه ورکړ،نن یې فاتحه د اروزګان ولایت مقام جامع جومات کې واخیستل سوه،چې کڼو کسان پکښي برخا اخیستی وه.

د هغه په ویر راټولو سوو اروزګاني اوسیدونکي له دولت په کلکه وغوښتل چي ژر تر ژره دي د بارکزي قاتلین او دیادي پیښي طرحه کوونکي کسان وپیژني او د قانون منګلو ته دي وسپارل سي.

د روزګان والي اسدالله سعید ،عبیدالله بارکزی د هیواد یو له هغو شهیدانو له ډلي یاد کړ،چي د وطن مینه یې په زړه کي او تل به یې د سولي لپاره ږغ پورته کاوه.

هغه وویل، بارکزی د سولي قرباني سو او په هیواد کي د تل پاتي سولي راتګ هیلي یې مړاوي سوې.

د روزګان والي وایې، بارکزی نه یوازي د ولایت اویاهم د سویل په کچه یو پيژندل سوی څیره وه،بلکي د هیواد په سطحه د یوشخصیت په توګه خلکو پيژانده.

د فاتحي دغو مراسمو کي ګډونوالو هم پر مرکزي حکومت سختي نیوکي کولي ، چي د زنځیري وژنو په مخنیوي کي پاته راغلي.

غوښتني دادي چي نوردي د وژنو دالړۍ ودرول سي او د تل پاتي سولي راتګ ته دي کار وسي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...