د کندهار د ولایتي شورا رئیس وايي، د کجکي د بريښنا له بند څخه تر کندهار پوري نوی غځول سوی لین بې کیفیته دی او فساد پکښي سوی دی.
د شورا رئيس سید جان خاکریزوال د ولایتي شورا په غونډه کي وویل، په دې اړه بیاد ولایتي مسٔولین او د برېښنا چارواکي لاس په کار سي او ژر تر ژره د برېښنا چاره وکړي ځکه په کندهار کي د پرېښنا ن شتون خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه دغه راز په کندهار کي د علامه حبیبي واټ د سړک جوړوني پر کال هم نیوکه وکړل چي بې کیفیه جوړ سوی.
دی وایي، دا سړک چي موټران ورباندي تګ راتګ کوي او د ښار مرکزي سړک دی باید په ډېر ښه کیفیت جوړ سوی وای.
دی وايي، کندهار ښاروالي او اړوند مسولین باید په دې برخه کي جدي او اوسي پر دې سړک نور ډامبر هم واچوي.
هغه دغه راز د وروستیو نا امنیو په اړه اندېښنه څرګنده کړل او وې ویل چي د بریدونو زیاتوالی به د سولي پر پروسه بد اغیز وکړي.
بل خوا د ولایتي شورا رئيس او غړو د کندهار د ملي امنیت شورا سلاکار هغه خبري وغندلې چي په امریکا کي یې د قطر د سولي په اړه کړي وې.
دوی وايي، افغانستان اوس مهال سولي ته ډيره اړتیا لري او باید داسي څرګندوني ونه سي چي د سولي پروسې ته زیان ورسوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون