د کندوز ولایت سیمه ییز چارواکي وايي د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډو هوايي بریدونو کي ملکیان وژل سوي دي.
افغانستان کي د امریکايي سرتېرو یوه ویاند نیویارک ټایمز ورځپاڼي سره په مرکه کي ویلي، د کندوز ولایت کي د طالبانو پر وړاندي د افغان امنیتي او امریکايي ځواکونو په ګډو عملیاتو کي یو شمېر ملکي وګړي وژل سوي دي.
ددې ولایت د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري ویلي چي په دې پېښه کي ۱۴ ښځي او ماشومان وژل سوي دي.
د امریکايي ځواکونو ویاند ډېبرال ریچاردسن ددې شمیر د تایید ترڅنګ د ملکیانو په وژنه کي طالبان پړه بللي.
دده په خبره طالبان د عامو خلکو په کورونو کې پټ سوي وو او پرته له دې چي د ملکیانو د ژوند په اړه فکر وکړي په سیمه کي خلکو منځ کي کښته پورته تلل.
د کندوز د والي ویاند عصمت مرادي هم د ملکیانو تلفات تایید کړي خو د کره شمېر په اړه یې څه نه دي ویلي.
دا برید په تلوکه سیمه کي سوی چي له مرکزه شاوخوا درې کیلومتره واټن لري.
په کندوز کي د طالبانو پر وړاندي ګډ عملیات له درې ورځو راهیسي دوام لري. د کندوز د والي ویاند هم وايي چي په دې علمیاتو کي د طالبانو ۵۸ کسان وژل سوي او ۱۵ نور یې ټپیان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون