له مخي به یې په دې ولسوالۍ کي د ابیارۍ سیستم، ښوونځي، پلونه جوړ او هم به د خلګو په غوښتنه نور د بیا رغوني کارونه وسي.
د پنجوايي ولسوالۍ د سلو څخه د زیاتو کلیو لپاره د بیا رغوني د کلسترونو د جوړولو د غونډي پر مهال د دې ولسوالۍ ولسوال حاجي فضل محمد اسحاقزي وویل چي د پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکي د ولسي تړون پروګرام لپاره خوښ دي او هم ورڅخه ملاتړ کوي.
بل لوري د کلیو اوپراختیا رئیس محمدنسیم ایوبي وویل چي په ولسوالیو کي د ولسي تړون ملي پروګرام له لاري به په دې ولسوالۍ کي د ابیارۍ سیستم، پلونه پلچکونه، ښوونځي او ورته نور د بیا رغووني کارونه وسي .
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون