خبريال: اجمل وصال
د اروزګان سيمه ييز امنيتي چارواکي وايي، د پرلپسې پنځو ورځنيو عملياتو په پايله کي په دې توانېدلي دي، چي د چورې ولسوالۍ له بازاره ۳ کيلومتره وسله وال طالبان په شا وتمبوي او په خبره يې، چي ياده ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له محاصرې خلاصه کړي.
د ملي اردو د ۴ مي پلي لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي وويل، چي دلته لا هم د وسله والو طالبانو د ځپلو په هدف د افغان ګډو ځواکونو هوايي او ځمکني عمليات روان دي او وايي، چي ډېر ژر به نوري سيمي هم تصفيه کړو.
ځايي چارواکي وايي، د افغان پوځ په دغو عملياتو کي يې ۱۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده او د ۴ افغان سرتېرو د مرګ ژوبلي خبره هم کوي، خو وايي، چي کره شمېره نه ده ورته معلومه. اخوا بيا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي ادعا کړې ده، چي په دغه ولسوالۍ کي يې لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې او په خبره يې، چي ولسوالي لاهم د دوی تر محاصرې لاندي ده.