کابلوف د افغان سولي په تړاو خبرو لپاره امریکا ته ځي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف د افغانستان پر موضوع د بحث لپاره امریکا ته ځي.

نوموړي ویلي دی به واشنګټن ته لاړ سي، هغه ځای ته چي د افغانستان په اړه مشورتي ناسته کېږي. نوموړي زیاته کړې، دی به د مارچ میاشتي په ۲۰مه واشنګټن کي د افغان سولي لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره وګوري.

کابلوف وړاندي تر دې په قطر کي د امریکا او طالبانو وروستۍ لیدني ته په اشارې ویلي وو، دا لیدنه د افغان سولي لپاره ارزښتناکه ده او تمه کيږي چي افغانان ژر يو سوکاله او سولييز افغانستان وګوري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...