راپور: مهتمم صالح
په افغانستان کي د خبريالانو په وړاندي د تاوترخوالي پېښۍ ۴۰ سلنه زياتي سوي.
د کب ۲۷ په هيواد کي د خبريالانو ملي ورځ ده، چي خبريالانو يې د ستونزو او لاسته راوړونو په موخه لمانځي.
په جنوب غرب زون کي د نی يا ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې رئیس عبدالسميع غيرتمل وايي، روان کال د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي پېښي ۴۰ سلنه زياتي سوي دي.
غيرتمل وايي، په دغه قضيو کي پر رسنيو او خبريالانو بريدوته، د خبريالانو وژل او ټپي کېدل، د خبريالانو تښتول او تهديدول شامل دي.
غيرتمل وايي، ، روان کال په ټول هيواد کي د خبريالانو په وړاندي د تاوتريخوالي ۷۹ قضيې ثبت سوي، چي ۲۳ يې په جنوب غرب حوزه کي دي.
معلوماتو د لاس رسي قانون نه مراعت او په ځينو دولتي ادارو کي د خبريالانو سره ښه چلند نه کول خبريالان د عمده ستونزو څخه ګڼي.
دوی وايي، خبريالان د جنګ په اوله کرښه کي وي او د خپلو خلکو لپاره خدمت کوي.
خبریالان وايي، دوی تر خپله وسه توانېدلي چي د خپلو خلکو لپاره په هر حالت کي کار وکړي، هغه ستونزي چي خلک يې لري تر مسولو چارواکو يې رسولي.
د هيواد ګروپ خبريال محمديار مجروح وايي:
دغه راز خبريالان د دولت څخه غوښتنه کوي، چي د دوی ژوند او امنيت ته پاملرنه وکړي او دوی ته دي د معلوماتو په ورکړه کي خپل مسؤليت ادا کړي.
د خبريالانو ورځ پر داسي مهال لمانځل کيږي، چي لا هم په هيواد کي د خبريالانو امنيت د ډاډ وړ نه دئ او دوی ته ډېر تهديدونه واقع دي، د خبريالانو د ملاتړ ادارې پر دولت او وسلوالو مخاليفو ږغ کوي، چي د خبریالانو امنيت ته پاملرنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون