د غزني د سوداګرۍ او صنايعو خوني چارواکي، له افغان حکومته غواړي، چي د يو وخت لپاره ددغه ولايت د ګنج سيمي د لرګيو دوکانداران، چي وروستۍ اورلګېدني ډېر زيانمن کړي دي، له ماليې او بيلانسه معاف کړي.
د غزني د سوداګرۍ او صنايعو خوني رئيس وايي، سوداګر او دوکانداران هر کال حکومت ته بيلانس، ماليه او ګمرکي محصول ورکوي، خو د زيان پر مهال بايد حکومت له دغو دوکاندارانو او سوداګرو سره مرسته وکړي.
د تېري شنبې په ورځ د غزني په ګنج سيمه کي د لرګيو په يوه مارکيټ کي د اور لګېدني په پېښه کي څه باندي ۴۰ دوکانونه وسوځېدل. هغه وايي، چي ددغي پېښي له امله دوکاندارانو ته ۳۰ ميليونه افغانۍ زيان اوښتی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون