نن دوشنبه په افغانستان کي د «خبريالانو ملي ورځ» لمانځل کیږي

په‌دې اړه به په کابل او ولايتونو کي د غونډو پر مهال د خبريالانو او رسنيو د فعاليت پر اهميت خبرې وسي.

 

د حکومت کابينې روان کال د کب یا حوت پر ١٤مه په خپله غونډ کي د کب ٢٧مه د خبريالانو د ورځي په نوم ونوموله.

د دې تصميم هدف د خبريالانو د هڅو او قربانيو قدردانى ښوول سوى دى.

ويل سوي په ٢٠١٨ میلادي کال کي افغانستان د خبريالانو لپاره تر ټولو خطرناک و.

په افغانستان کي په‌دې کال ١٦ خبريالان په امنيتي پېښو کي وژل سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...