ملي امنیت: ننګرهار کي دوه وسله وال طالبان او دري شکمن کسان نیول سوي

خبریال: میلاد حمیدي

 ننګرهار ولایت سره رود ولسوالۍ په چهارباغ او د جلال ابادښار درییمي ناحیې په نارنج باغ سیمه کي د ملي امنیت ځآنګړو ځواکونو تېره ورځ ناوخته عملیات ترسره کړي،چي په ترڅ کي دوه وسله وال طالبان او درې نور د دوی سره د اړیکو په شک نیول سوي دي.

د ملي امنيت د ځانګړو ځواکونو لخوا په خپره سوی اعلامیه کي راغلي چي د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو ته زيات شمېر وسلي او مهمات هم په لاس ورغلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...