پر تل ابیب له یو راکټي برید وروسته د اسرائیل جنگي الوتکو د غزې په تړانگه کي د حماس ډلي شاوخوا ١٠٠ مرکزونه بمبار کړي دي.
د اسرائیل پوځ ویلي دي چي د غزې په تړانگه کي یې په یو شمېر مرکزونو بریدونه کړي دي، چي له هغه ځایه د حماس ډلي فعالیتونه رهبري کېدل.
د اسوشېتېد پرس اژانس په غزه کي د روغتیایي کار کوونکو له قوله ویلي، چي ددغو بریدونو په پایله کي په جنوبي ښار رافه کي د یوې ښځي او خاوند په گډون یې څلور تنه ټپیان سوي دي. اسرائیلي رسنیو د هغه هیواد د دفاعي چارواکو له قوله ویلي، چي د لومړنیو پلټنو له مخي پر تل ابیب باندي راکټي بریدونه په سهوه کي سوي دي. اسرائیلي پوځیانو تر اوسه ددې راپور په اړه څه نه دي ویلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون