راپور: غلام فاروق رسولي
دا میرمني وایي غواړي په اسلامی شرایطو کي د سولي په شتون کي ژوند وکړي او باید د جنګ ټول اړخونه د تاوتریخوالي پرځای خپلی ستونزي د خبرو له لاري هواري کړي.
په هرات ولایت کی یو شمیر میرمنو د یو سوله ییز لاریون په ترڅ کي د هیواد د جنګ د ښکیلو خواوو وغوښتل چی سوله سره وکړي او خپلي ستونزي د خبرو اترو له لاري هواري کړي.
دا میرمني وایي، نور نو خپل د ورونو اولادونو د وژل کیدو او دهغوی د بدختۍ د لیدو توان نه لري او باید دا حالات بدلون وکړي.
دا میرمنو د ښځو په نامه د سولي پروسې په وړاندي د خنډ جوړولو څخه انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چي دوی د سولی راتلو لپاره خاص شرط نه لری او یوازي باید د دوی اسلامي حقونه پکښي په پام کي ونیول سي.
له بل لوري د هرات والي عبدالقیوم رحیمی وایي د ملي یووالي حکومت د یو تل پاتي سولي راتلو ته ژمن دی خو په خبره یې په دې سوله کی نباید د چا حق تر پښو لاندی سي.
په هرات ولایت کي دا میرمني په داسي حالی کي د سولي د پروسې د ملاتړ په پار په لاریون لاس پوري کوي چي تیره ورځ په قطر د امریکا او طالبانو تر منځ د مذاکراتو لړۍ د یو لړ پرمختګونو سره پایته ورسیده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون