راپور: میلاد حمیدي
د ننګرهار د استناف څارنوالۍ مسئولین خپل کلني راپور د وړاندي کولو په غونډه کي وویل چي د کال د پیل راهیسي تر دې دمه څه باندې ۱۵ سوه د جرایمو قضي ثبت کړي چي ۸۰۴ قضي څيړلي او پاته نور یې تر برسۍ لاندي دي په قضایوو کي۴۴۱ د سرقت جال او غصب قضي، ۴۶۳ قضي د مخدره توکو،د ښځو پروړاندي د تاوتریخوالي ۱۰۵ قضي،۶۳ اخلاقي جرایم، ۱۲۵ ټرافیکي جرایم او ۳۱۳ متفرقه جرایم شامل دي.
له دې سره یو ځای بیا د ننګرهار د ملي امنیت د څارنوالۍ مسئولین وایي چي د کال د پيل نه تر دې دمه ۳۰۸ زن قضي چي ۴۰۳ کسان هم پکښې شامل دي برسي کړي دي.
دوی وایي په دغه قضایایو کي ۳۳ قضيې د اختطاف چي په تور یې ۶۳ کسان نیول سوي او د دوه ګوني محکمې له لوري یې پر ۳ تنو د اعدام حکم صادر سوی.
خو اخواته بیا د ننګرهار مدني فعالان بیا د دوی دغه ارقام خیالي بولي او زیاتوي چي قانون یوازي پر غریبو پلي کیږي نه د زر او زور پر خاوندانو.
دوی وایي د څارنوالۍ کاروکونکي خپل استقلالیت نلري او د ولایتي مسئولین او د معافیاوي کړيو تر تاثیر لاندي دي.
د ولس باور بیا دادی چي ننګرهار کي د جرایمو د مخنوي لپاره چارواکي جدي اقدام نه کوي او مجرمین تل د پیسو په بدل خوشي کیږي.