وسله وال طالبان او امریکا تر اوږدو مذاکراتو وروسته پر یوې مسودې پرون ناوخته هوکړې ته رسېدلي دي.
د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چي د سولي په برخه کي د پام وړ پرمختګ سوی دی.
دده په خبره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو پر وړاندي د افغان خاوري نه استعمال، بین الافغاني مذاکرات پيلول او د اوربند په اړه له طالبانو سره پر یوې مسودې هوکړې ته رسیدلي دي. دده په خبره تر مشورو وروسته به له طالبانو سره دغه مسوده لاسلیکېږي.
خلیلزاد وايي ټول اړخونه په افغانستان کي له جګړې ستړي سوي دي، د سولي فرصت رامنځ ته سوی دی او په مذاکراتو کي مهم پرمختګونه سوي دي.
بل پلو وسله والوطالبانو بیا ویلي، چي له امریکا سره خبرو کي د پام وړ پرمختګ سوی دی، خو یوازي د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او د چا پر ضد د افغان خاورې پر نه استعمال هوکړې ته نږدې سوي دي.
خلیلزاد بیا وايي چي په مسوده کي د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو په اړه هم خبرې سوي دي او په دې برخه کي به هوکړه رامنځ ته کېږي.
خلیلزاد دمګړی امریکا ته تللی دی او له امریکايي حکومت سره تر مشورو وروسته به قطر ته ځي. ویل کیږي چي خلیلزاد غواړي د سولي هوکړي لاسلیک او اعلان ته په سیمه، امریکا او افغانستان کي ذهنیت جوړونه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون