د سولي عالي شورا تمه لري چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به قطر ته په خپل احتمالي سفر کي طالبان بین‌الافغاني مذاکراتو ته وهڅوي

د افغانستان د سولي عالي شورا قطر ته له طالبانو سره د خبرو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سفر د افغانستان د سولي په اړه د دواړو لورو ترمنځ د يو لړ پرېکړو لپاره مهم بولي.

د دې شورا د اجرائیه پلاوي غړي قاضي محمد امین وقاد وايي، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به په قطر کي له طالبانو سره د خبرو پر مهال له دغې ډلې وغواړي چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کښېني.

ښاغلی وقاد دا د طالبانو لپاره هم يو ښه فرصت بولي او له دغي ډلي غواړي چي له افغان حکومت سره د سولي د مستقیمو خبرو غوښتني ته مثبت جواب ووايي.

دا په داسي حال کي ده چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته د خپل سفر خبر ورکړی او ویلي یې دي چي په قطر کي له طالبانو سره رواني خبري ډېرې پېچلي سوې دي، خو په دغو خبرو کي يو څه پرمختګونه هم سته چي ښايي نوموړی پکښي څو اوونۍ وروسته ګډون وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، په افغانستان کي د جګړې له یوه لوري طالبانو سره د سوي د روانو هڅو هدف د یوې داسي هوکړي حاصلول دي چي په دې هېواد کي رواني جګړې ته د پای ټکی کښېږدي، دا هېواد نور متحده ایالاتو ته ګواښ متوجې نه ‌کړي او هم په ‌کښي د ښځو او ماشومانو په ګډون د افغانستان د ټولو وګړو اساسي حقونه خوندي سوي وي.

پامپیو وایي، د افغانستان لانجه پېچلي ده او که سیمه ‌ییز لوبغاړي پاکستان، هند، چین او روسیه هم چي هر یو یې ځان ته ګټې لري، په ‌‌کښې ورګډ کړای سي نو دغه کشاله لا پېچلې کېږي او د هواري پر سر یې خبري اتري نوري هم ستونزمني کېږي.

دا څرګندوني داسي مهال کېږي چې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د سولي روانې پنځم پړاو خبرې چي له تېرې يوې اوونۍ راهیسې پيل سوي او يو حساس پړاو ته داخلي سوي چي ظاهراً دواړه خواوې په دې بهیر کې پر يو بل د فشار راوړلو او امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...