راپور: سردار زیارمل
خوست کي د ښځو نړیوالي ورځي په مناسبت د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په جوړه سوي غوڼډه کي خوستیو میرمنو وویل، چي لا هم د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالي پېښي ندي کمي سوي او د ښځو پر وړاندې سته ټولنیز او کلتوري خڼډونو د دوی پر ژوند بد اغېز کړی، چي له امله یې د ښځو طبیعي استعدادونه له منځه وړي.
دوو مدني فعالو مېرمنو کامیله اکبري او شبنم وویل ، چي ښځي کولای سي د نورو برخو ترڅنګ په رسنیز ډګر کي هم کار وکړي، خو لا تراوسه ورته دغسي زمېنه نده برابره سوې.
بل خوا د دغه ولایت د ولایتي شورا استازي زهرا جلال په خبره، چي افغان ښځو ډېري قربانۍ ورکړي دي او د اصلاحاتو اداري کمیسون پر فساد تورنوي او وايي، چي ګمارني د پیسو په بدله کي کوي، چي دې چاري د ښځو پر وړاندي ستونزې پیدا کړي دي.
د یادولو وړ ده چي نهه میاشتي وړاندې ولسمشر غني خوست ته د خپل سفر په ترڅ کي یوې غونډې ته ویلي وو، چي په راتلونکو څلورو میاشتو کي به د ښځو چارو ریاست سربېره څلور نور ریاستونه د ښځو په واک کي ورکړي، خو تر اوسه د ښځو چاروله رئیسې پرته خوست کي کومه بله ښځینه رئیسه نه ده ګومارل سوې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون