د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، د بېکارۍ د کچي د راټيټولو لپاره يې په کندهار کي ۷۵۰۰ کسانو ته حرفوي زده کړي ورکړي دي.
د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولين وايي، دوی په دې هڅه کي دي، چي د بېکارو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي او د بېکارۍ کچه راټيټه کړي. په دې وروستيو کي د کندهار اوسېدونکي په خاص ډول ځوانان د کار د نشتوالي څخه سر ټکوي او له دولته د کار پيداکولو غوښتنه کوي.