ولسمشر اشرف غني د دواړو کمېسیونونو د کمېشنرانو د تأیید فرمان پرون لاسلیک کړ.
پهدې فرمان کي چي ارګ خپور کړی راغلي چي د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له خوا له ۸۱ معرفي سویو کسانو څخه ۷ کسان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۵ کسان د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د نویو کمېشنرانو یا غړو په توګه غوره سوي دي.
د دې فرمان له مخي سید عصمت الله مل، مولانا محمد عبدالله، اورنګزېب، محمد حنیف دانشیار، مسافر قوقندي، حوا علم نورستاني او رحیمه ظریفي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او محمد قاسم الیاسي، دین محمد عظیمي، محمد یونس طغرا، سید قطب الدین رویدار او زهره بیان شینوارې د شکایتونو د کمېسیون د نویو کمېشنرانو په توګه تأیید سوي.
ولسمشر په یو جلا فرمان کي حبیبالرحمن ننګ د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او چمن شاه اعتمادي د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د دارالانشاء د رئیسانو په توګه ګومارلي دي.