خبريال: جواد داوري
د هلمند مدني فعالين وايي، هلمند کي له تېري يوې اوونۍ راهيسي د وسله والو طالبانو په امر ټولو خصوصي مخابراتي شبکو خپل فعاليتونه بند کړي دي.
په دې اړه په لښکرګاه کي د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر د يوې احتجاجي غونډي په ترڅ کي له وسله والو طالبانو غوښتنه وکړه، چي نور مخابراتي شبکو ته د فعاليت اجازه ورکړي. دوي وايي، له تېري يوې اوونۍ راهيسي د ټيلفوني خصوصي شبکو بندښت يوازي عام ولس او سوداګرو ته زيان اړولی دی.
دوی وويل، حکومت دي هم ددې ستونزي د حل په اړه جدي اقدام وکړي، که اړتيا وي، د يادو شبکو د دفترونو او انتنونو ساتنه دي وکړي. دغه کسان وايي، حکومت په ښکاره ډول سره ثابته کړه، چي کمزوری دی، ځکه په ښار کي د طالبانو امر پلي کيدلو، خلک اندېښمن کړي او دې کار ولس په حکومت بې باوره کړی دی.
يادو مدني فعالانو د مخابراتي شبکو پر مسؤلينو سربېره پر حکومت هم کلکي نيوکي وکړې او ويې ويل، چي مرکزي حکومت هلمند هېر کړی دی، ټولي ستونزي په دې ولايت کي دي، خو د حل لپاره يې هېڅ څرک نه ليدل کيږي.
په دې اړه د هلمند د مخابراتو رئيس وايي، د مخابراتي شبکو د ستونزو په اړه مو وزارت خبر کړی دی او هيله مند دی، چي ياده ستونزه به ژر حل شي. زهير وويل، چي په دې اړه معلومات نه سته، چي د څومره وخت لپاره به دغه شبکي بندي شوي وي، خو وايي، چي خصوصي شرکتونه په خپلو کارونو کي خپلواک دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون