د لویو لارو موټر چلوونکي وايي، د ورځي پر مهال د ټرانسپورټ په نوم شکول کیږي او د شپې پر مهال پولیس ورڅخه په زور پيسي اخلي

راپور: محمد یار مجروح

د کندهار ـ فراه د لويي د لویو باروړونکو موټر چلوونکي وايي، د ورځي پر مهال د ټرانسپورټ په نوم پيسې ورڅخه اخستل کیږي او د شپې پر مهال پولیس ورڅخه په زور پیسې اخلي.

موټر چلوونکي وايي، د کندهار ـ فراه په لویه لار یوازي د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کي څلور ځایه د ټرانسپورټ په نوم پيسې ورکوي.

دوی همدارنګه وايي، د شپې پر مهال بیا پر لویه لار پولیس ورڅخه په زرګونو پيسې اخلي خو که يې ورنکړي، وهل او ډبول کیږي او په ساعتونو ساعتونو به انتظار کوي.

تیره ورځ په کندهار کي پر ټولنیزي رسنۍ فیسبوک په یوه خپره سوې ویډیو کي لسګونه موټر چلوونکي د اعتراض په ډول وايي، چي د ترازوګانو پر سر ورڅخه په غیر قانوني ډول پيسې اخستل کیږي

موټرچلوونکي وايي، دوی اوس دې ته مجبوره سوي تر څو موټر تر اندازې په زیات وزن بار کړي ځکه د کرايې پیسې ټولي په لار کې ځني اخیستل کیږي.

دوی زیاتوي که حکومت ددغي ستونزي د حل لپاره لاس په کار نسي، خپل اعتراض ته به ادامه ورکړي.

د تیرو ۱۷ کلونو په تېرېدو سره د افغانستان د لويي لارو موټر چلوونکي دپوليسو د ناسم چلند، د لوړي مالیې او د لاري د خرابوالي څخه په شکایت دي چي حکومت ددې ستونزو پر کنټرول لا هم ندی توانیدلی.

بلخوا وسلوالو طالبان هم پر یو شمېر لویو لارو ګمرکونه خلاص کړي او په سپینه ورځ د باروړونکو موټرو څخه مالیه ټولوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...