میلاد حمیدي
د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټي کي تېره شپه نږدې اووه بجي د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو نا څرګندو کسانو د بې ږغه وسلي ډزې کړي،چي له امله یې د یادې ښاروالۍ د جوازونو مدیر سیدالرحمن وژل سوی او د شیرزاده په نوم د املاکو مدیر ټپي سوی دی.
د تورخم ښاروالۍ ياد مديران په تورخم ښارګوټي کي د شپې د ډوډۍ تر خوړلو وروسته خپل هستوګنځای ته روان وه چي د غلچکي بريد لاندي راغلي دي، چي ټپي سوی مدیر اوس مهال په روغتون کي تر درملني لاندي دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وايي چي د پېښي په تړاو پوليسو خپلي څيړني پيل کړي دي.