د افغانستان د شفافیت موسسه: د فساد مخنيوي کي د حکومت ناکامي د هیواد راتلونکی ګواښي

د افغانستان د شفافیت موسسه وايي دا سمه ده چي افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کي پرمختګ کړی دی او په نړیواله درجه بندۍ کي مخ ته تللی دی خو لا هم افغان حکومت بریالی سوی نه دی چي د فساد پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.

ددغه بنسټ مشره جوی ساندرس وایي د ملي یووالي حکومت مشرانو په خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کي د فساد د له منځه وړلو ژمني کولي خو په دې بریالي نه سول چي خپلي ژمني عملي کړي.

د نوموړې په خبره لا هم په افغان حکومت کي پراخ فساد موجود دی او دغه فساد د افغانستان راتلونګې ګواښي. هغې زیاته کړې چي که په افغانستان کي یو پیاوړی حکومت وای، د فساد پر ضد مبارزه یې بریالۍ وای، د خلکو غوښتنو ته یې مثبت جواب ویلی وای، نو ښايي دغه حکومت په نړیواله کچه ستر اعتبار لرلای او د سولې یا نورو مسایلو په برخه کي یې قوي موقف نیولای سوای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...