راپور: محمد یار مجروح
د سرې میاشتي ټولنه وايي، په روان کال کي به په هیواد دننه اوبهر کي د نژدې دوه زره په زړه سوري کوچنیانو درملنه وکړي.
دافغانۍ سرې میاشتي ټولني تېر کال په افغانستان کي د ۱۷۴۶ هغو کوچنیانو درملنه کړې چي په زړه سوري ناروغۍ اخته وو.
په کندهار کي د سرې میاشتي تولني مسؤل سیدآصف هاشمي وايي، په روان کال کي په د نژدې دوه زره په زړه سوري کوچنیانو درملنه وکړي.
دده په خبره تر دې وړاندي به ناروغ کوچنیان بهرنیو هیوادونو ته لیږل کېدل خو اوس يې درملنه تر ډيره په افغانستان کي ترسره کیږي.
روغتیاپالان وايي، روانو جګړو او د باروتو زیات استعمال په ټولنه کي د هغو کوچنیانو شمېر زیات کړي چي د زړه په نارغیو اخته وي.
د سرې میاشتي مسؤل ښاغلی هاشمي وايي،په جنوبي زون کي يې تېر کال د ۲۱۳ په زړه سوري کوچنیانو درملنه کړې ده.
د نوکانو تورېدل، وزن بایلل، د ویني کمښت او د پوست ژړوالی په زړه سوري ناروغانو ښکاره نښي نښانې دي.
دسرې میاشتي ټولنه وايي،که څه هم د زړه د ناروغیو شمېر په زیاتېدو دي خو تر ډیره يې اوس مهال په افغانستان کي درملنه شونې ده.
دغه ټولنه وايي، تیر کال یې همدارنګه د هډوکو د ناروغیو او شدیدي سوزېدني ۷۷ ناروغان بهر ته د درملني لپاره هم لیږلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون