تیره ورځ په کندهار کي شهید هاشم خان کرزي دوهم تلین ولمانځل سو

دوه کاله مخکي د کندهار ولایت ماڼۍ کي  په یوه خونړۍ برید کي  د شهید هاشم خان په ګډون ۱۲ تنه شهیدان سوه چي شپږ تنه يې د عربي متحده اماراتو ډپلوماټان وو.

شهید هاشم خان کرزی ملي پانګوال او د کندهار عینو میني مسؤل وو چي بیا رغوني او سرسبزۍ فکر یې درلود او په یاده اداره کي یې نژدې ۵ زره کسانو ته کاري فرصتونه برابر کړي وو.

د کندهار قومي مخور مشران او دیني عالمان د شهید هاشم خان کرزي شهادت نه جرانېدونکې ځایع بولي او زیاتوی چي تشه به یې تر ډیره ډکه نسي.

دوی وايي، شهید هاشم خان کرزي  د بیا رغوني د وطن جوړني  فکر  خاوند وو.

وطن ډیر کار ته اړتیا لري او راځی د وطن لپاره په ګډه اشر وکړو د شهید هاشم خان کرزي له شعارونه څخه دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...