رویټرز د ځینو بهرنیو ديپلوماتانو له خولي لیکلي، چي سعودي عربستان او متحده عربي امارات اجازه نه ورکوي، چي د سولي خبري په قطر کي وسي، خو بلخوا بیا ایران په عربستان او یا هم متحده عربي اماراتو کي د سولي د خبرو ملاتړ نه کوي.
رویټرز وایي چي د بهرنیو هیوادونو ترمنځ دغه اختلافات د افغان سولي هڅو ته زیان رسولای سي او ښه به وي چي ښکېل لوري دې مسئلې ته متوجه وي.
ديپلوماتیکو سرچینو ویلي د افغان سولي په اړه د بهرنیو اختلافات د سولي د بهیر په زیان دي او دغه اختلافات باید له منځه یوړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون