د کندهار د ملي امنيت اداره وايي، د دوکتور هاشمي قاتلين یې نيولي دي

د کندهار د ملي امنيت ځواکونو د وسلوالو طالبانو ۶ کسيزه ډله نيولې، چي دولتي کارکوونکي، قومي مشران او ديني عالمان يې په نښه کول.

نيولو سوو کسانو پر خپلو جرمنو اعتراف کړی او دا يې منلي، چي وسله وال ترهګريز عملونه يې تر سره کړي دي.

د کندهار د ملي امنيت رياست په يوه خپره کړې خبر پاڼه کي ويلي، چي د قاري محمودالحسن هاشمي قاتلين هم په دغه کسانو کي نیولي دي.

څو ورځي وړاندي هم د ملي امنيت منسوبينو هغه وسلواله ډله نيولې وه، چي دکندهار ښار په ځينو برخوکي يې د ترهګريزو بريدونو پلان درلود.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...