کورنیو چارو وزارت وایي، له دې وروسته یوازي هغه کسانو ته د وسلي د ګرځولو جواز ورکوي چي حکومت ته مالیه ورکړي

د کورنیو چارو وزارت له لوري په خپره سوې اعلامیه کي راغلي، زرګونه کسانو په بیلو نومونو د کورنیو چارو له وزارت د وسلو ګرځولو امر اخیستی دی او همدا راز یې سلګونه کسان د ساتونکو په نامه ګومارلي دي.

اعلامیه زیاتوي، دغه کسان وايي چي ژوند یې په خطر کي دی نو له همدې امله وسلي او ساتونکي ګرځوي.

د کورنیو چارو وزارت وايي له دې وروسته دوی یوازي هغو کسانو ته د وسلو او ساتونکو د ګرځولو جواز ورکوي، چي په مالیې وزارت کي یې مالیاتي حسابونه تصفیه سوي وي او حکومت ته مالیه ورکړي.

سرچینه کاږي چي په دې توګه به هم د پټو پانګو مالیات تحویل سي او هم به هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري چي غیر قانوني وسلي ګرځوي. د کورنیو چارو وزارت وایي دوی په هېواد کي د امنیت د تامین، د غیر مسوولو وسله والو د ځپلو او په ښار کي د بې نظمیو د له منځه وړلو لپاره یې پر ګڼو اقداماتو لاس پورې کړی دی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...