ایران ۲۴۴ زندانیان افغان حکومت ته سپارلي دي

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي افغان حکومت او ایران هوکړه کړې چي په ایراني زندانونو کي بندي ۷۰۰ زندانیان به افغان لوري ته سپاري.

له دې ډلي ۲۰۱ کسه تیره اونۍ افغان حکومت ته سپارل سوي وه او اوس ۲۴۴ کسه نور هم ایران افغانستان ته لېږلي دي.

په دې ډله کي تر ډېره هغه کسان شامل دي چي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول سوي دي.

ایران وايي غواړي په ایراني زندانونو کي ټول سته زندانیان افغان حکومت ته وسپاري.

دوې میاشي مخکي افغان اوایراني حکومت هوکړه وکړه، چي د دواړو هېوادونو په زندانانونو کي سته بندیان به یو بل ته سپاري. په ایران کي زرګونه افغانان کډوال دي، چي وخت ناوخت د بېلو جرمونو په تور د ایراني حکومت له لوري نیول کیږي، ځورول کېږي او بیا کلونه کلونه زنداني کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...