روغتیا پالانو ته د روزګان د والي خبر داری

راپور: اجمل وصال

د روزګان والي وایي، هغه روغتیایي کارکوونکي چي غیري قانوني او معیاري خدمات وړاندي کړي څارنوالۍ ته به معرفي کیږي.

د روزګان ولایتي مسٔوولینو دغه څرګندوني په ترینکوټ ښارکي  د یوشمیر درملتونو او خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه د نظارت پرمهال وکړي.

دغلته نیوکي دادي  چي پر روغتیایي خدماتو نظارت کم او زیات شمیر کسان د جواز پرته روغتیایې خدمات وړاندي کوي.

اوس د روزګان والي ګواښ کوي، هر کس که د عامي روغتیا وزارت له جواز پرته روغتیایي خدمات وړاندي کړي، سملاسی به ترعدلي او قضایي تعقیب لاندي سي.

د روزګان والي مني، چي په دغه ولایت کي د تیرو څوکلونو راهیسي داسي لسګونه نارینه او ښځینه کسانو د ډاکتر او یاهم قابلو په توګه کارکړي ، چي هغوی هیڅ جواز او لازمی زده کړي نه لري.

د روزګان والي وایي، د غیري مسلکي کسانو لخوا روغتیایي خدمات وړاندي کول د خلکو د ژوند سره لوبي دي او که تردې وروسته دغه ډول کسان ونیول سي، نو څارنوالۍ ته به معرفي سي.

اسدالله سعید وایي، د یوه کمیسیون لخوا به ددغه ولایت د ټولو هغو ډاکترانو او قابلو جواز او اړوند اسناد وکتل سي، کوم چي دلته فعالیت لرې

روزګاني اوسیدونکي له مسوولینو غواړي چي خپلي کړي ژمني عملي او په سپینه چپنه کي د ډاکترانو په نوم د شته قصابانو مخنیوی وکړي.

 

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...