په هلمند کي تاریخي ابدات د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي

راپور: جواد داوري

هلمند که څه هم د تاریخي ارزښت له مخي خورا ډیر تاریخي اثار او کلاګاني لري خو د تیرو او روانو جګړو او چاودنو له امله دغه تاریخي میراثونه وران او آن د خلکو له لورې له منځه وړل سوي دي.

د هلمند فرهنګپال وايي د کلونو کلونو راهیسي يې تاریخي میراثونه ساتلي دي اوس که يې دولت بیارغونه ونه کړي او پاملرنه ورته زیاته نه کړي کیداي سي تر راتلوونکو څو کلونو پوري يې یوازي یو څو کلاوي پاته وي.

دوی وايي په ځینو سیمو کي د خلکو له لوري تاریخي اثار له منځه وړل سوي دي او پرځاي یې کرنیزي مځکي جوړي سوي دي.

د هلمند ډیر تاریخي اثار د وسله والو طالبانو د کنترول لاندي سیمو کي دي او دولت نسي کولای چي ساتني ته يې پاملرنه وکړي.

د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ سید حمیدالله ویاړ وايي لومړی يې د بست کلا د ساتني دپاره هڅي پیل کړي دي تر څو د شاوخوا کلاګانو څخه يې د غصب مخنیوی وکړي او همدارنګه یوشمیر تاریخي ابدات چي په ولسوالیو کي دي د سیمه ایزو مشرانو په مرسته يې ساتني د پاره کارکوي.

دی وايي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه يې غوښتنه کړې تر څو یو فني هئیت هلمند ته راولیږي او دلته مقدماتي سروي وکړي او د یونسکو سازمان تر څنک یوشمیر مرستندویه ارګانونو يې غوښتني چي په بیارغونه کې ورسره همکاري وکړي.

دوه کاله وړاندي اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري بست کلا ته څیرمه د علاوه ابن حبان بستي مقبره رغول سوې وه.

د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په سیمه کي د پښتو ژبي لومړني شاعر امیرکروړ فولادي ارګ، د هاشم سروراني او اکبر زمینداوري تاریخي ابدات هم د له منځه تلو سره مخ دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...