په هلمند کي د نشه يي توکو سره د مبارزي پولیسو دري تنه چي هندستان ته يي په معده کي هیروین انتقالول نیولي دي

د نشه يي توکو سره د مبارزي مدیر سمونوال محمد ولي غوثي وايي دغه کسانو دوه کیلوګرامه هیروین په معده کي انتقالول چي پر وخت د دقیقو مالوماتو پر بنسټ ونیول سوه.

دي وايي پرهمدي وخت يي یو بل کس د چرسو او نورو نشه يي موادو سره هم نیولي دي.

دا لومړې ځل دي چې هلمند کي داسي قاچاقبر نیول کیږي تر دي وړاندي د نشه يي توکو سره د مبارزي پولیسو په ګرمسیر ولسوالې په زیاته اندازه خام چرس نیولي وه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...