کندهار پوهنتون د افغانستان د اساسي قانون ۱۵مه کلیزه ولمانځل

راپور: محمد یار مجروح

یو شمیر د نظر خاوندان وايي، د اساسي قانون د لاپوهاوي او عملي کیدو  لپاره دي له بیلابیلو لارو څخه کار واخستل سي.

د جدي میاشتي له څوارلسمي نیټې څخه تر یو یویشتمي ورځي پوري هر کال په افغانستان کی داساسي قانون داونۍ په نوم لمانځل کیږي.

د افغانستان اوسنی اساسي قانون پنځلس کاله مخکي په کال ۱۳۸۲ د جدي میاشتي پر ۱۴ مه نیټه د لویي جرګې له خوا تصویب سو چي ۱۲ فصله او ۱۶۲ مادې لري.

یو شمیر دنظر خاوندان وايي، د اساسي قانون د لاپوهاوي او عملي کېدو لپاره دي بیلابیلي لاري چاري وکارول سي.

دوی وايي، رسنۍ او ټولي ادارې دي داساسی قانون په برخه کی کار وکړي تر څو دافغانستان هر اوسېدونکي ورڅخه خبر سي، او ګټه ځیني واخلي.

د یادي لمانځغونډي پر مهال د کندهار پوهنتون رئیس ډاکټر حضرت میر توتاخیل وویل چي په ټولنه کي دبې عدالتیو او روانو ناخوالو د لمنځه وړلو لپاره داساسي قانون عملي کولو ته اړتیا ده.

دده په خبره د افغانستان اوسنی قانون د سیمي په کچه ساری نلري تر ډیره عملي سوی نه دی.

په افغانستان کي دلومړی ځل لپاره د غازي امان الله خان د حکومت پر مهال دنظام نامې په نوم قانون رامنځ ته سو چي له هغه راوروسته لس ځله اساسي قانون له سره تصویب سوی دی.

عام خلګ هم وايي، حکومت د اساسی قانون په عملي کیدو کي پاته راغلی دی ځکه خو په هره برخه کي ستونزي زیات دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...