راپور: سردار محمد زیارمل
خوست کي د حرفوي او مسلکي زده کړو مسؤلین وايي، چي سږ کال یې ۱۲۰ تنو ته حرفوي او مسلکي زده کړې ورکړي، چي پکښي شپیته تنه نارینه او شپیته ښځینه دي.
دوی د حرفوي او مسلکي زده کړو فارغ سوي زده کوونکي دي، چي د شپږو میاشتو راهیسي یې د نلداونۍ، خیاطۍ، ګلدوزۍ او موټر سایکل جوړوني په برخو کي یې مسلکي زده کړي ترلاسه کړي دي.
دوی وايي، چي یاد حرفوي او مسلکي زده کړو کورس یې اقتصادي مشکلات رفع کړي دي او ترڅنګ یې د کورني تاوتریخوالي پېښې هم ورسره کمې شوې دي.
له دغه روزنیز کورس فارغې سوي میرمني وايي، چي له کله نه یې د حرفوي او مسلکي زده کړو یاد کورس بشپړ کړی، نو د اقتصادي عایداتو ترڅنګ یې په کور دننه د کورنيو شخړو او تاوتریخوالي ګراف هم کښته سوی.
په یاد روزنیز پروګرام شاوخوا دوه میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی، چي د ډاکار موسسې لخوا پرمخ وړل کیده او د یاد پروګرام د مسؤلینو پر وینا،چې یاد پروګرام به نورو ولسوالیو ته هم وغځیږي.
د یادونې وړ ده، چي په دغه فارغ سویو کسانو کي د ځایي اوسیدونکو ترڅنګ له شمالي وزیرستان راکډه سوي کورنۍ هم شاملي دي.
د خلکو په باور، که د حرفوي زده کړو دغه ډول پروګرامونه زیات پلي سي، نو د خلکو زیاتې اقتصادي ستونزې به هواري کړي او په کورنیو کي به د تاوتریخوالي په پېښو کې کمښت راسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون