وسله والو طالبانو د دریم ځل لپاره له افغان حکومت سره د سولي په تړاو مذاکرات رد کړي او طالب استازو په وروستۍ ناسته کي له ایراني چارواکو سره د افغان سولي په تړاو خبري کړي.
همدې مسئلي د سناتورانو غبرګون هم پارولی دی.
ددوی په خبره طالبان د سیمي له هېوادونو سره خبري کوي خو له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو بیا مخ اړوي، چي دا به د سولي رواني هڅي زیانمني کړي.
ددوی په خبره د سولي لپاره سیمه ییزه اجماع رامنځ ته سوې، خو دواړو لورو ته په کار ده، چي له دې وروسته مخامخ خبري پيل کړي.
په ورته مهال د مشرانو جرګي رئيس فضل الهادي مسلمیار وايي، که طالبان د جدې په راتلونکي غونډه کي افغان حکومت سره له مذاکراتو انکار وکړي باید افغان پلاوی په یاده غونډه کي ګډون ونه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون