په کندهار کي لسګونو ځوانانو او د بیلابیلو مدني بنسټونو استازو د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي د افغانستان مخکیني ولسمشر او ملي مشر حامد کرزي ۶۱ کلیزه ولمانځل

راپور
د دغه مراسمو په تحلیلي برخه کي وینا والو د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي د بنیادي هر اړخیزه بدلونونو، ملي یووالي، د بیان آزادۍ او بلاخره په نړیواله سطحه د افغاني برم په بیا راژوندي کولو او غښتلتیا کي د ښاغلي کرزي پر حکومتدارۍ رڼا واچول.

په کندهار کي لسګونو ځوانانو او د بیلابیلو مدني بنسټونو استازو تیره شپه د یوې پراخي غونډي په ترڅ کي د افغانستان مخکیني ولسمشر او ملي مشر حامد کرزي ۶۱ کلیزه ولمانځل.
د ذکر سوو مراسمو په تحلیلي برخه کي وینا والو د مخکیني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کي د بنیادي هر اړخیزه بدلونونو ، ملي یووالي حاکمیت ، د بیان آزادۍ او بلاخره  په نړیواله سطحه د افغاني برم په بیا راژوندي کولو او غښتلتیا کي د ښاغلي کرزي د موقتي ، انتقالي او دوو دورو منتخبي حکومتدارۍ بیلابیلو اړخونو باندي رڼا واچول.
د یادي لمانځغونډي نوري برخي د کندهار پېژندل سوو هنرمندانو  په زړه پوري تمثیلي پارچو ته ځانګړې سوي وې ، چي په دې برخه کي د تمثیل په ژبه د تېرو ۱۸ کلونو مخکي او د حامد کرزي په مشرۍ نوي نظام رامنځته کیدو وروسته حالات پکښي په خورا هنري بڼه ترسیم سوي ول.
د یادوني ده ، چي د افغانستان مخکینئ ولسمشر حامد کرزی د ۱۹۵۷ میلادي کال د ډسمبر میاشتي پر ۲۴ مه نېټه د کندهار ښار مرکز سویل په ۱۰ کیلومترۍ کي د کرز په کلي کي زیږیدلئ ، چي هر کال یې په همدې ورځ د زوکړې ورځي لمانځني د کندهار څخه علاوه په مرکز او د هیواد په ګڼ شمېر نورو ولایاتو کي د ځوانانو لخوا تر سره کیږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...