افغان ټیلي‌کام به د انټرنیټ بیه ۵۰ سلنه راکښته کړي

ټاکل سوې چي د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت د ۲۰۱۹ میلادي کال د فبروري د میاشتي تر نیمايي پوري د عمده انټرنیټ بیه ۵۰ سلنه راټیته کړي.

د یاد شرکت عمومي رئیس اجمل عیان وايي چې یاد شرکت خپل د «G4» خدمتونه تر راتلونکو شپږو میاشتو پوري پیلوي.

دا په‌داسي حال کې ده چي دا مهال ډیری خلک د انټرنیټ له لوړي بیي شکایت کوي.

چارواکي وايي، د افغان ټیلي‌کام شرکت د روڼتیا اصل ته په کتو په وروستیو څلورو کلونو کي د مخابراتي شرکتونو له ۱۰سلني مالیې څخه په ټولیزه توګه ۱۷،۹ میلیونه ډالره مالیه دولت ته ورکړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...