په کابل کي د چين سفير وايي، هېواد يې د افغانستان په چارو کي د نورو هیوادونو د لاس وهنو سخت مخالف دى او چين د افغانستان له ټولو ملي پروسو کلک ملاتړ کوي.
د چين سفير لو جين سونګ دغه څرګندوني نن په کابل کي د دغه هیواد د اصلاحاتو او ورخلاصون د ٤٠ مي کليزي په مناسبت يوې ناستي ته وکړې.
دغه ناسته چي د چين په سفارت کي جوړه سوې وه.
لو جين سونګ ویلي چي هېواد يې له افغانستان سره په بیلابیلو برخو کي هر ډول مرستو او همکاريو ته چمتو دى.
نوموړي د افغانانو په مشرۍ او مالکيت د سولي پروسې يادونه هم وکړه او ويې ويل، چين تل په دې برخه کي د افغان حکومت ملاتړ کړى دی.
هغه دغه راز زیاته کړه چي راتلونکى کال د افغانستان او چين د دوستۍ او ملګرتيا ټولنه په رسمي توګه پرانيستل کیږي.
سفير وويل، افغانستان او چين نه يواځي ګډ تاريخ لري، بلکي ګډ ارزښتونه هم لري چي بايد وپالل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون