په کابل کي د تیري ورځي په برید کي ۴۳ کسه وژل سوي دي

تېره ورځ له غرمې وروسته وسله والو د کابل په زړه کي د شهیدانو او معلولینو چارو پر وزارت وسله وال برید وکړ.

په لومړي سر کي یوه موټر بم چاودنه سوې او وروسته ځانمرګي بریدګر دغه وزارت ته ننوتل.

افغان ځواکونو پوره شپږ ساعته له دغه وسله والو سره نښته وکړه.

د کورنیو چارو وزارت وایي، دوی بریالي سول، چي د معلولینو او شهیدانو چارو وزارت ۳۰۰ کارکوونکي له دغه برید وژغوري.

په برید کي د پولیسو په ګډون ۴۳ کسه وژل سوي او تر ۱۰ پورې نور ټپیان دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي ددې احتمال سته چي د مرګ ژوبلي شمېره تر دې هم لوړه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...