د ځواکونو وتل به د سولي په خبرو کي د باور فضا رامنځ ته کړي

د امریکا له لوري د ۷ زره امریکايي عسکرو د احتمالي وتلو اعلان د ګڼو هیوادونو او سیاسي ډلو غبرګونونه پارولی دی.

وسله والو طالبانو بیا له بهرنیو رسنیو سره په خبرو کي ویلي دي، چي دوی د بهرنیو ځواکونو د وتلو هر کلی کوي او دا مسئله به د سولي په خبرو کي د باور رامنځ ته کولو سبب سي.

د سولي د خبرو لپاره د طالبانو تر ټولو مهم شرط د امریکايي ځواکونو وتل ښودل سوی و.

د امریکا ددفاع وزارت یا پنټاګون کي د تېري جمعې په ورځ یو شمېر سرچینو رسنیو ته وویل، چي ټرمپ غواړي له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

دوی ویلي وو، ددې احتمال سته چي په لومړي سر کي له افغانستان ۷ زره امریکایان ووځي.

د امریکا دغه پرېکړه د روسیې او پاکستان له هرکلي سره هم مخ سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...