دا په داسې حال کي ده چي د افغان سولي په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد په متحده عربي اماراتو کي تر درې ورځنيو پرله پسې خبرو اترو وروسته کابل ته راغلی دى.
هغه پرون له اماراتو نېغ په نېغه پاکستان ته تللى او د دغه هیواد د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره يې پر وروستيو پرمختګونو خبري اتري کړي دي.
نوموړي د پاکستان له هغو همکاریو مننه کړې چي د اماراتو د ناستو لپاره يې اسانتياوي برابري کړي وې.
په ابوظبۍ کي خليلزاد له طالبانو، پاکستان، سعودي او د متحده عربي اماراتو له استازو سره ګډي او جلا ناستي کړي دي.
د اماراتو له ناستو وروسته په کابل کي د امريکا سفارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي د خليلزاد له خولي دا ناستي ګټوري اعلان سوي دي.
بلخوا ځينې سرچيني وايي چي د اماراتو په ناستو کي پرېکړه سوې چي د افغان سولي په تړاو بله مهمه او پرېکنده ناسته به د راتلونکې جنورۍ مياشتي په ١٥مه نیټه په سعودي عربستان کي ترسره کېږي.
سرچينې د اماراتو د ناستو په اړه ويلي چي په دې کي د طالبانو د قطر دفتر د استازو تر څنګ د طالبانو د مشر ملا هبت الله نږدې استازى ملا امير خان متقي او د حقاني ډلي استازى قاري يحيى هم ګډون کړى و.
ياده سرچينه وايي، په ې ناستو کي د پاکستان د ډیپلوماتانو تر څنګ د پوځ دوو استازو هم برخه اخيستې وه.
د سولي په تړاو پيل سوو هلو ځلو په اړه د افغان چارواکو او خلکو هيله مندي هم زياته سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون