د کندهار ولایتي شورا وايي، ښاروالۍ دي د بای پاس سړک جوړلو چاري چټکي کړي

راپور: محمد یار مجروح

دوی همدارنګه زیاتوي چي بای پاس سړک د افغانستان له مهمو ټرانزیټي لارو څخه شمیرل کیږي بایدپه اساسي ډول ورغیږي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ وايي، د یاد سړک د جوړلو اساسي چاري به تر راتلونکو دوو میاشتو پوري پيل کړي.

د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین وايي، بای پاس سړک خلګو ته ګڼي ستونزي جوړي کړي دي.

د کندهار د ولایتي شورارئيس سیدجان خاکریزوال وايي، ښاروالۍ دي د یاد سړک د جوړلو چاري ژر پيل کړي او په اساسي ډول دي یې ورغوي.

د کندهار بای پاس سړک له تیرو ۱۵ کلونو راهیسي همداسي کنډ او کپر پروت چي د کندهار دوه ریاستونه،فوایدعامه او ښاروالۍ يې د رغولو  چاري یو د بل مسولیت بولي.

د ولایتي شورا رئيس همدارنګه زیاتوي چي د پوهني ریاست دي د ولسوالیو ښوونځیو ته پر وخت د سون توکي ورسوي.

دی وايي، د پوهني ریاست دي دې برخي ته جدي پام وکړي  ځکه ډیری وخت د ولسوالیو ښوونځیو ته په ډیره کمه اندازه د سون توکي لیږل کیږي.

د کندهار د ولایتي شورا مسؤلین زیاتوي چي د هوايي شرکتونو له لوري د ټکټونو د بیي د لوړوالي له امله خلګو  ته ستونزي جوړي سوي  دي.

دوی له هوايي شرکتونو څخه غواړي تر څو د ټکټونو په قیمتونو کي کموالی راولي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...